اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستي??لې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئ??لي دي چې وزيراعظم عمران خان د قبائ??لي اولس خوشح??لې لپاره پوخ عزم لري او دې لپاره په فعاله توګه كار كوي، د انضمام شويو سيمو پرمختګ او رغونه او په خاص توګه ځوانانو ته روزګار وركول زمونږ ترجيح ده. د اتوار په ورځ په خپل يو ټ??يټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې محب وطن قبائ??لي اولس ته به د دوي د قربانو، صبر او استقامت مېوه په هر صورت په لاس راځي. د دوي آئيني جمهوري حقوق باوري كولو سره به دوي بااختياره كوو.هغې ووئيل چې د امن دښمنان او شرخوښي عناصر به ماتې سره مخ كېږي. د پاكستان آئين رد كوونكو لپاره د پاكستاني اولس په زړونو كښې هېڅ ځائ نشته. هغې ووئيل چې د نورو په لاسونو كښې ګوډاګي جوړېدونكو ته به د قبائ??لي اولس پرمختګ او خوشح??لې سره د لوبې كولو اجازه ورنه كړو.