اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ ر??يد احمد سره پاكستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او ايران ترمېنځه په مرسته زياتولو خبرې شوي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير شېخ ر??يد احمد ووئيل پاکستان ريلوے د کوئټه تفتان رېل پټلۍ اپ ګرېډ كولو پحقله فزيبليټي سټډي بشپړه كړې او د کوئټه تفتان پټلۍ په اپ ګرېډېشن به 112 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د پروژې په بشپړېدو به د پاكستان او ايران ترمېنځه د مسافرو ت?? راتګ او تجارت زيات شي۔ شېخ ر??يد احمد ووئيل د سي پېك له مخې ?? اېم اېل ون منصوبې څخه به په پاكستان كښې د رېل په څانګه كښې انقلاب راشي۔ په دې موقع د ايران سفير ووئيل د اکنامك کوارډينېشن آرګنائزېشن (اي سي او) له مخې ?? پاکستان- ايران او د ترکيه فريټ ټرېن پحقله هلې ځلې ګړندې كولو ته اړتيا ده۔ د ايران سفير شېخ ر??يد احمد ته د ايران د ټرانسپورټ وزير محمد اسلامي د مباركۍ پېغام هم ورسولواو د پاكستان د آزادۍ ورځې په لړ كښې ئې وفاقي وزير له پېشګي مباركي وركړه