اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د آس??را??يا په نيو ساٶته وېلز پارلمان كښې د كشمير په مسئله د بحث د تحريك هركلے كولو سره د تحريك محرك ډيوډ شو برج او نور پارلماني غړو زور رواړو چې ھغوي دې د اس??را??يا حكومت د جمو و كشمير د اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ او په مقبوضه سيمه كښې د هندي قابض پوځ په جرمونو خبره كولو لپاره مجبور كړي۔ ده دا خبره په اس??را??يا كښې د پاكستان هائي كمېشن تر سېوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د هند د غېر قانوني اقداماتو د يو كال ترسره كې??و په اړه سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔ سيمينار ته د آزاد كشمير اولس مشر نه علاوه آس??را??يا كښې د پاكستان هائي كمشنر بابر امين، د مشن دوهم هيډ عامر احمد اتوزئي، د آس??را??يا پخوا??ي سناتور رېننن، د آس??را??يا د نيوساوتھ ويلز د قا??ون ساز كونسل غړي ډيوډ شو برج، د اے اېن يو پوهنتون پروفېسر ډاكټر كلاډ رېكسټس، او ډائريكټر سنټر فار مسلم اسټيټس اينډ سو سائيټر پروفيسر ثمينه ياسمين هم وېنا وكړه۔ سيمينار كښې يو شمېر نوموړو سكالرانو ٬ خبريالانو د كشمير سالېډېرټي كونسل پاكستان كمېونټۍ غړو او نورو يو شمېر كسانو ګډون وكړو