اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) وز??راعظم عمران خان سره د كل جماعتي حريت كنفرنس پلاوي په مظفر آباد كښې ملاقات كړے۔ په دې موقع وز??راعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل 8 لكهه قابض پوځ او د كشمير قانوني حثيت بدلولو باوجود د كشميريانو غږ نه شي غلے كيدے ٬ د آر اېس اېس په فلسفه عمل كونكې د هندي حكومت فاشسټ عزائم ټولې نړۍ ته څرګند شوي ۔ وز??راعزم ووئيل په هره كچه او هر فورم به د كشميريانو غږ پورته كوم٬ د طلم او ستم ځپليو ماشومانو ٬ ځوانانو او د ميرمنو غږونه نړيوال ضمير رابيداروي ٬ تر څو چې كشميرانو د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے پاكستان به پھ هر ډګر د كشميريانو اخلاقي سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د حريت كنفرنس پلاوي د مقبوضه جمون او كشمير صورتحال پھ اړھ وز??راعظم خبر كړو۔ پلاوي د مقبوضه كشمير صورتحال پھ نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره د پاكستاني حكومت او پھ خاص توګه د وز??راعظم عمران خان د ذاتي هڅو ستائنه وكړه۔ پلاوي ووئيل په كوم ډول چې د پاكستان وز??راعظم د مظلومه كشميريانو غږ جوړ شوے ټول كشميريان د وز??راعظم مننه كوي۔ وز??راعظم عمران خان د نريندر م??دې فاشېټ سيره چې څنګ نړۍ ته څرګنده كړې او نړۍ ته ئې د هند اصل سيره ښودلې په دې ټول كشميرے قام وز??راعظم ته د عقيدت پيروزوئنې وړاندې كوي۔ د حريت پلاوي كښې محمد حسين خطيب ٬ سيد فيض نقشبندي٬ غلام محمد صفي٬ شيخ عبدلامتين ٬ شميم شال ٬ اشتياق حميد او نثار مرزا شامل وؤ ۔ د ملاقات په ??ها?? د كشمير چارو وفاقي وز??ر علي امين ګنډا پور ٬ د اطلاعات وفاقي وز??ر سېنېټر شبلي فراز٬ د كشمير كمېټۍ چيئرمېن او وز??ر م??لكت شهريار آفريدي ٬ خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف٬ د آزاد جمو او كشمير صدر مسعود خان ٬ د آزاد جمو او كشمير وز??راعظم راجه فاروق حيدر او د آزاد جمو او كشمير قانون سازې اسمبلۍ ??پيكر هم موجود وؤ