اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان به د خپلواكۍ د حق ترلاسه كېدو پور د خپلو كشميري وروڼو ملاتړ روان ساتي٬ترڅو چې دوي د خپلواكۍ جائز حق نه وي ترلاسه كړې۔د پاكستان ټول قام٬سياسي ګوندونه٬سياسي او عسكري مشرتابه د كشمير په ??عامله يو ډول دريځ لري۔ده دا خبرې د نهې په ??رځ په خارجه وزارت كښې د ټول ګونديز كنفرنس مشري كولو په ??هال وكړې۔ده د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته په ??قبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو او په ??نطقه كښې د امن او امان صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې ټولو كشم??ري??نو تېر كال د اګست په ??نځمه نېټه د هند لخوا په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د هند غېر آئيني او يو اړخيزه اقدامات رد كړې دي۔پاكستان په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د بشري حقونو څخه سرغړونې په ??ر يو نړيوال فورم په ډاګه كړې دي۔خارجه وزير ووئيل چې د هندي سركار د هند توا پالېسي نه يوازې كشم??ري??نو بلكې د ټولې منطقې امن لپاره د خطر وړ ده۔ده ووئيل چې هند په ??قبوضه كشمير كښې د ډوميسائل په ??وانينو كښې بدلون كولو سره د آبادۍ تناسب بدلول غواړي كومه چې د نړيوالو قوانينو څخه په ??كمل توګه سرغړونه ده۔ده ووئيل چې نن د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير په ??سئله يو موټې دي۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬د اطلاعات او خپرونو وزير سنېټر شبلي فراز٬د قانون وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم٬د كشمير چارو وزير علي امين ګنډا پور٬د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي٬د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان٬د قامي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف٬د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬سنېټر مشاهد حسېن سيد٬فرح حبيب٬راجه ظفرالحق٬راجه پروېز اشرف٬سيد نويد قمر٬شيري رحمان٬سنېټر مشتاق احمد٬مولانا عبدالااكبر چترالي٬ايمل ولي خان٬سنېټر ستاره اياز٬سنېټر انوارالحق كاكړ٬سنېټر مرتضٰی جاوېد عباسي٬خواجه آصف او نورو مشرانو ګډون وكړو