اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اقتصادي چ??رو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي پاکستان د کرونا وائرس وبا په ثابت قدمۍ او كاميابۍ سره مخ نيوے كړے، هېواد كښې د صحت موجوده نظام قوي كولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې د كرونا وائرس وباء په ضد د مشتركه اقداماتو په لړ كښې د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د خارجه وزيرانو وېډيو كنفرنس كښې د خارجه وزير شاہ محمود قرېشي نمائندګي كولو په مهال كړې۔ د مذاکراتو كوربتوب د چين د سټېټ قونصلر او خارجه وزير وانګ يي كولو۔ ده ووئيل پا??ستان د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د مرستې زياتولو او د وباء نه پس د معيشت بحالۍ لپاره ګډون كوٶنكو هېوادونو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل مونږ خپل پا?? ژوند او روز ګار بچ كولو پلو لرنه كړې ٬ وباء نه يوازې انساني او اقتصادي زيان كړے بلكې دغې د نړۍ سماجي او سياسي سټركچر متاثره كړے ۔ ده ووئيل د پاکستاني اولس د ستونز?? كمي لپاره وزيراعظم عمران خان د 595 مېليونه ډالرو پي پي آر پي او د 18 اربه ډالرو د مرستې پېكج اعلان كړے، د ټولنې بې وسه ا?? كمزورو طبقو ته نغدې مرستې لپاره احساس پروګرام پېل كړے شوے، وزيراعظم عمران خان بې وسه او پسمانده هېوادونو لپاره قرض كښې ريليف لپاره قدم پورته كړے۔ ده ووئيل د پاکستان سمارټ لاك ډاون د پا??يسي د ذكر وړ نتيجې رامخې ته شوي?? دې پا??يسۍ سره د كرونا وائرس ځپلے كېدونكو شمېره كښې ښكاره كمې راغلے۔