اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د افغان ??نګ په مهال مونږ ډېرې قربانې وركړي، مونږ په افغانستان كښې امن غواړو، پاكستان ?? طالبانو او امريكې ترمېنځه په مذاكراتو كښې مهم كردار ترسره كړے، مونږ د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو د كاميابې ملاتړ كوو، سي پېك ټولې منطقې لپاره ګېم چېنجر دے، د دې ګټه به د پاكستان نه علاوه اېران، افغانستان ??و نورو هېوادونو ته ورسي. د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په افغانستان كښې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د سولې د لوظنامې په پاكستان ??و منطقه د آغېز په ا??ه د سېنېټر مشتاق احمد په تحريك بحث راغونډولو سره د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان ووئيل افغان قوم په خپله وينه تاريخ ليكلے دے، د دوي خود داري او زړورتيا بې مثاله ده، افغانانو د روسيې د يلغار مقابله كړې ، په هغه وخت كښې پاكستان ??فغان كډوالو لپاره خپلې دروازې پرانستې. ده ووئيل د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د ځوانانو او د قانون نافذ كوونكو ادارو پشمول 70 زره پاكستاني وګړي شهيدان ??وي ، په آرمي پبلك سكول كښې زمونږ ماشومان ??هيدان ??وي، په مدرسو ډرون بريدونه شوي ۔ده ووئېل مونږ افغان قوم ته سلام كوو، دوي په مړانه د كشالو مقابله كړې. ده ووئيل كلاشنكوف او هيروئن كلچر زمونږ په ټولنه كښې نه و، ځانمرګي بريدونه نه وو، خو د افغان ??نګ په مهال مونږ ډېرې قربانې وركړې. ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن غواړو، پاكستان ?? طالبانو او امريكې ترمېنځه په مذاكراتو كښې مهم كردار ترسره كړے، مونږ د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو د كاميابې ملاتړ كوو۔ده ووئېل سي پېك ټولې منطقې لپاره ګېم چېنجر دے، د دې ګټه به د پاكستان نه علاوه اېران، افغانستان ??و نورو هېوادونو ته ورسي. ده ووئيل چاوسني حكومت د ډاكټر عافيه صديقي وطن ته راوستلو لپاره هڅې كړي. ده باور وركړو چې د عافيه صديقي راوستلو لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي. دغسې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د دوهم وزير د بحث راغونډولو نه پس تحريك ترسره كړو.