اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي حك??مت صنعتكارو او تجارانو لپاره د غوره ترغيبات ??و ګټور پېكج د لارې د معاشي استحكام په تږ لاره عمل كوي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك په مشرې كښې د يونائيټډ بزنس ګروپ يو پلاوي س??ه خپلو خبرو كښې وكړې. په پلاوي كښې اېس اېم منير، خالد تواب، زبېر طفېل، سهېل الطاف، ظفر بختاوري، ملك سهېل حسېن، وقار احمد ميا او رحمت الله جاوېد شامل وو. په دې موقع د تجارت سېكرټري هم موجود ؤ. عبدالرزاق داٶد ووئيل حك??مت د معيشت استحكام او د صنعتكارې ودې ل??اره په يو وخت د لنډې او اوږدې مودې په پالېسو كار كوي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان نجي څانګې ته ډېر اهميت وركوي او د كاروباري ټولنې ستونزې په سمدستي ت??ګه هوارولو لپاره ئې هدايات ??اري كړي. د تجارت صلاحكار ووئيل د حك??مت كاروبار دوسته پالېسو په نتيجه كښې د نړيوال بېنك كاروباري اسانيو انډېكس كښې د پاكستان په پوزيشن كښې د 28 پوائنټس بهتري راغلې كومه چې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره ډېره د ډاډ وړ اشاريه ده. ده ووئيل هېواد به جاپان، وېتنام او سوئيلي كوريا سره س??ه ختيزو اسيائي او پېسفك ماركيټونو سره تړلے شي او حك??مت به د تجارت ودې ل??اره دغې هېوادونو س??ه خبرې كوي.