لاهور۔8 اپرېل(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د توان صوبائي وزير ډاکټر اختر ملک ، د تحریک انصاف سنټرل پنجاب صدر اعجاز احمد چوهدری او د صوبائی اوورسیز کمېشن پنجاب دوهم چیئرمېن محمد وسیم رامے ملاقات كړے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د پنجاب ګورنر ووئيل د کورونا ??ه ضد جنګ كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په شمول د پاك پوځ كردار د ستائنې وړ دے۔ د پاکستان په شمول ګرده نړۍ كښې كورونا وائرس انسانانو سره سره معيشت له هم خطرناك ثابتېږي۔ ده ووئيل مخالفه ډله دې هر معاملې ته د سياسي رنګ وركولو پالېسي ترك كړي او د كورونا ??ه ضد دې حكومتي ادارو سره اودرېږي۔ د تفصیلات له مخې ګورنر هاؤس لاهور كښې د پنجاب ګورنر سره ش??و ملاقاتونو كښې كورونا وائرس څخه ساتنې له د حكومتي ګامونو په شمول په نورو چارو هم خبرې ش??ي۔ ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د كورونا ??ه ضد جنګ د هېواد او اولس د بقا جنګ جوړ شوے او دې كښې پاكستان كومه بې غوري نشي زغملې ۔ ده مخالفې ډلې ته غږ وكړو چې د روانې وباﺀ ??ه ضد روان جنګ كښې د حكومت ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې وزيراعظم ??مر??ن خان د ذاتي يا سياسي ګټې نه بلكې د قامي ګټې تحفظ له خبره كوي او نن هم د ده په مشرۍ كښې حكومت د كورونا ??ه ضد 24 ساعته كار كوي۔ ده ووئيل په دې كښې ش?? نشته چې د كورونا ??ه ضد جنګ د 22 كروړه اولس جنګ دے او مونږ ټولو له به دا جنګ ګټل وي