اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د تعليم وف??قي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې قام ته باور وركوٶ چې د کرونا وا??رس د وباء به پ?? مړانه مقابله كوٶ٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه رابللې شوې ده پ?? دې كښې به ټولو صوبو ته هم د ګډون كولو بلنه وركوٶ٬ هر هېواد د وباء په ضد په خپله توګه ګامونه پ??رته كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كرونا وا??رس پحقله د اعتراض د نكتې ځواب شفقت محمود ووئيل واقعي زيات اندېښمن صورتحال دې٬ حكومت د دې صورتحال څخه ??ه خبر دې او په دې لړ كښې ګامونه پ??رته كوي٬ پاکستان كښې د كرونا 22 كېسونه رامخې ته شوې دي۔ ده ووئيل په ايران كښې د كرونا وا??رس رامخئ ته كېدو نه پس تفتان بارډر بند كړې شوې دې او د سكريننګ عمل پېل كړې شوې دې٬ په هوائي مېدانونو د لس لكه كسانو سكريننګ شوې دې٬ روغتونونو ته كټس وركړې شوې دي٬ بايد د وېرې خپرولو څخه دې ډ??ه وكړې شي۔ ده ووئيل په امريكا او برتانيه كښې سكولونه او پوهنتونونه بند كړې شوې دي۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ د غونډې نه پس به اقدامات وا??ح شي