اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی)د سېنېټ حكومتې غړو وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د معيشت ښه والي لپاره ښكاره وژن لري٬د ??خو??ني اولس مشر پروېز مشرف په ضد كيس په سياسي انداز جوړ كړی شوې٬مونږ خپل ځان او اولس ته دهوكه وركول نه غواړو٬د ذاتي تعصب٬ ګټې او د لارښو??و د خوشحالۍ په ځاې قامي او جمهوري فكر خپلول پكار دي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پارليمان شريكې غونډې ته د اولس مشر په وېنا په بحث كښې سناتور محمد علي سېف ووئيل د زده كوونكو په يونين بندېز په كال 1984 كښې د ضياﺀالحق په دور كښې لګولې شوې ؤ ٬د دې نه وروستو جمهوري حكومتونه هم راغلل خو هغوي د بندېزونه ختم نه كړل٬ده ووئيل مونږ خپل ځان له او اولس له دهوكه وركول نه دي پكار او د ضمير تر مخه خبره پكار ده ٬ د ذاتي تعصب٬د ډلو ګټې او لارښو??و د خوشحالۍ په ځاې قامي او جمهوري فكر خپلول پكار دي۔ده ووئيل پروېز مشرف د ??ئي?? سره هېڅ غداري نه ده كړې٬د هغه په ضد كيس په سياسي انداز جوړ كړی شوې۔د پروېز مشرف بشپړ ملاتړ كوو۔سناتور اورنګزېب خان ووئيل د وزيراعظم عمران خان په صورت په وړومبي ځل پاكستان ??ه يو داسې وزيراعظم ترلاسه شوې كوم چې هېواد د ??رم??تګ په لاره روانولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوي او د هغه نيت پاك دے ۔ده ووئيل په ??خو??نۍ فاټا كښې د بنيادي ډهانچې٬تعليم او نورو آسانيو كمې دے ٬دې پلو پام كولو ته ضرورت دے٬ دغسې چې اولس ته د ژوند ښې آسانۍ وركړې شي۔سناتور دلاور خان ووئيل مونږ له په ګډه د تعليم٬روغتيا او نورو څانګو ښه والي لپار كار كول پكار دې او د پارليمان غړي په دې لړ كښې ډېر مهم كردار لري۔