اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پیغمبر(ص)په آفاقي تعليماتو عمل كولو س??ه د اسلام ګټور فكري انداز رامخې ته كول د وخت بنيادي تقاضا ده۔دا خب??ه ده د زيارت په ورځ د نړيوال تنظيم العارفين د سيوري لاندې قاسم باغ سټېډيم ملتان كښې كليز ميلاد مصطفٰی حق باهو كنفرنس ته خطاب كولو په مهال وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا مهال د بېلو اړخونو لخ??ا د اسلام په ضد سازشونه كېږي او د ي?? منظمې منصوبې له مخې ترهه ګري د مسلمانانو سره تړلې كېږي٬د دې مقابلې لپا??ه د پیغمبر(ص)په آفاقي تعليماتو عمل كولو س??ه د اسلام ګټور فكري انداز رامخې ته كول د وخت بنيادي تقاضا ده۔ده ووئيل چې د هند اوسنې سيټزن بدلون ايكټ د مسلمانانو په ضد د تعصب او كركې بدترين مثال دې٬دا ايكټ د هندوستان 11 رياستونو د تسليم كولو څخه انكار كړی او هلته اولس احتجاج كېږي۔ده ووئېل په مقبوضه كشمير كښې اكثريت په اقليت بدلولې شي ٬د تېرو پنځو مياشتو څخه كشميرې اولس په محاصره كښې دے٬هغوي د مذهبي آزادۍ پشمول ټول بنيادي بشري حقونو څخه محروم كړې شوي ۔شاه محمود قرېشي ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مسلمانان دې په ګډه د دې سازشونو او د فتنو مقابله وكړي٬پاكستان د ټولې نړۍ مظلوم او مجبور اولس له د هغوي حقونه وركولو لپاره به خپلې سفارتي هلې ځلې دوامدارې ساتي