اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ لپاره ګټور دے٬په افغانستان كښې د امن راتللو سره ??ه د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارت زيات شي٬په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو كښې هم پاكستان مثبت ك??دا?? ترسره كړی او نړۍ د پاكستان د ك??دا?? ستائنه كوي٬غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دے۔د نهې په ورځ استنبول كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دې٬دې لپاره ??ه پاكس??ان??ايران او تركيې له په ګډه كيناستل وي٬څه خلك نورو ته شنه باغونه ښائي او دلته يې راولي او بيا يې هم دغسې پرې ږدي۔داسې د زرګونو په شمېر پاكس??ان??ان دلته د مسائلو ښكار ژوند تېروي۔دې ته به ??م مونږ له پام كول وي۔ده ووئيل د آسيا زړه كنفرنس په اختتام چې كومه اعلاميه رامخې ته شوې هغه ډېره كوټلې ده چې 49 پېراګراف لري او مونږ د باور جوړولو په 7 نكتو اتفاق كړی۔ده ووئيل دا به مخ په وړاندې بوځو۔اوس به د سيمه ايز ټېكنيكل ډلو غونډه رابلو۔ده ووئيل پاكستان به هم په 2020 كښې د ماحوليات او كركيلې په حقله غونډه راغواړي چې خپله وړاندې تګلاره ??ه رامخې ته كوي۔د افغانستان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغانستان امن او استحكام زمونږ په ګټه دے او پاكستان په دې پوهه دې چې افغانستان كښې د امن راتللو سره ??ه دوه اړخيزه تجارت زيات شي او پاكستان ته به په افغانستان كښې د سرمايه كارۍ رغونې او د انفراسټركچر جوړولو موقعې په لاس ورشي۔ده ووئيل په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه په خبرو كښې هم پاكستان مثبت ك??دا?? ترسره كړې او نړۍ د پاكستان د ك??دا?? ستائنه كوي۔پاكستان چې د پولې دې غاړه څنګه خپله سيمه د ترهه ګرو نه پاكه كړې د دې هم ستائنه كېږي دغسې پاكستان چې څنګه د قبائېلي سيمې په حقله اتفاق رامخې ته كړی هغه هم يو مثال دې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن وي او پرون مونږ دا آسيا په زړه كنفرنس كښې دا څرګنده كړې چې پاكستان په افغان امن عمل كښې خپل ك??دا?? ترسره كوي خو پاكستان په يوازې داسې نه شي كولې٬د سيمې مهمو هېوادونو له به راوړاندې كېدل وي او خپل ك??دا?? به ترسره كول وي۔ده ووئيل پاكستان ګډون كونكي خبر كړي چې مونږ له به په هغه شرخوښو عناصرو هم نظر ساتل وي څوك چې د امن دا هلې ځلې د مينځه وړل غواړي