اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د سرمايه كارې بورډ چارواكو وئيلي دي چې د سي پېك په نتيجه كښې پاكستانيانو لپاره 75 زره ملازمتونه پېدا شوي، دې سره د هر يو تن امدن 23 فيصده زيات شوے. د سرمايه كارې بورډ چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې 100 اېس اېم ايز د سي پېك په جوړېدو كښې د زرګونو په شمېر ملازمتونه وركړي دي. د سكهر ملتان موټروے پروژې 29 زره ځائي خلقو ته رو??ګا?? وركړے، د دې جوړېدو په مهال په لويه شمېر د پاكستان تكنيكي پوهانو تربيه هم شوې. دغسې د تهر بلاك 2 په پروژه كښې 126 ځائي مېرمنو ??ه د ټرك ډرائيونګ په نوكرو ملازمتونه وركړې شوي دي. د چارواكو له مخ?? په پورټ قاسم د پاور پلانټ جوړېدو په مهال 4000 ځائي خلقو ??ه د ملازمت موقعې پېدا شوې او په آپرېشنل پړاٶ كښې 1270 كسانو رو??ګا?? ترلاسه كړو او 150 انجينئران تكنيك?? مرستې لپاره چين ته ولېږل شول.