اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاك افغان ټرانزټ او ټرانزټ ټرېډ نظام ښه كولو په اړه غونډه د شورو په ورځ وشوه ۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخئ په غونده كښې انفارميشن ټيکنالوجي وزير خالد مقبول صديقي، د بحري چ??رو وزير سيد علي حېدر زېدي، د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر ع??دا??حفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار ع??دا??رزاق داٶد، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د م??كزي بانك ګورنر رضا باقر، د تجارت سېکتر سردار احمد نواز سکھيرا، خارجه سېكتر خارجه سهېل محمود او نورو چارواكو ګدون كولو۔ ??ه دې موقع د تجارت سېکتر سردار احمد نواز سکھيرا د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ لوظنامو له مخې په موجوده سېټ اپ او د نورو مهمو چ??رو پشمول په اپرېشنل كچه په رامخې ته شوو ستونزو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ د م??بتو اثرات په تناظر كښې پاکستان خپل ګاٶنډي لېنډ لاكډ هېواد ته د ټرانزټ ټرېډ د آسانيو وركولو عزم كړې ٬ ده امر وكړٶ چې د دې سهولت ناسمه استعمال پكار نه دے او د پاکستان صنعت د ودې په ځاې زيان مند نشي ۔ وزيراعظم ووئيل د صنعتونو پرمختګ او برآمدات زياتولو ته حكومت پام كوي۔ ده د پاك۔افغان ټرانزټ ټرېډ لوظنامې افغان چاروكاو سره د تماس نيلو د لارې د ښه كولو په ضرورت زور رواړٶ دغسې چې دواړه هېوادونه او منطقې لپاره د دې څخه په ښه ډول استفاده وكړې شي۔ وزيراعظم ??ه دې لوظنامه كښې د ذاتي ګټې د ناسمه استعمال لاره نيولو لپاره د ټېكنالوجۍ كارولو په ضرورت هم زور رواړو۔ ده د تجارت وزارت ته امر وكړو چې ??ه دې لر كښې ??ه دريو ورځو كښې جامع لائحه وړاندې كړي او د دې په جوړولو كښې د ټولو آپرېشنل اړخونو خيال وساتلې شي او پكار راتلونكي انتظامي اقدامات هم رامخې ته كرئ دغسې چې د دې لوظنامې مقاصد ترلاسه كولو لپاره سپېځلې او د كرپشن نه پاك انتظامي ګامونه پورته كړې شي