ټوكيو 23 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د سرمايه كارۍ په خپلواكه پالېسۍ عمل كوي٬د جاپان كمپنۍ دې د پاكستان معيشت په بېلو څانګو كښې د موجود موقعو څخه استفاده وكړي۔ده په ټوكيو كښې د جاپان پاكستان بزنس كمېټۍ د اړخه وركړې د مېلمستياﺀ دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع د جاپان پاكستان بزنس كوآپرېشن كمېټۍ پلاوي كښې ميروبيني كارپورېشن٬ټېوټا موټرز٬سوزكي موټرز٬مټسوبشي٬سوموټومو٬يونيورساآئي ميټلز او مټسوئي پشمول نوموړي جاپان بزنس كارپورېشن نمائندګان هم موجود وو۔ اولس مشر په معاشي مسئلو قاب?? موندلو له د حكومت د هڅو څخه ګډون كوونكي خبر كړل۔ده ووئيل پاكستان د سرمايه كارۍ په خپلواكه پالېسۍ عمل كوي او د سرمايه كارۍ ښه موقعې وركوي۔د جاپان كمپنۍ د پاكستان معيشت په بېلو څانګو كښې د ګټور?? موقعو څخه استفاده كولې شي۔ده د جاپان د پاكستان لويې پرمختيائي شراكتدار په توګه كردار وستائېلو۔په دې موقع د توان٬فوډ پراسيسنګ٬آټ?? موبائل او د كركيل?? په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امكاناتو هم خبرې وشوې۔د جاپان كاروباري لارښودو د پاكستان اقتصادي ښه والي اعتراف كولو سره د دو??ړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكې زياتولو له د عملي اقداماتو خ??اهش څرګند كړو۔د دې نه پس اولس م??ر د اېن اي سي هېډكوارټرز دوره وكړه چرته چې د كمپنۍ د اړخه جوړېدونكي جديد ټېكنالوجيز او په سباؤن كښ?? په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ منصوبو په اړه خبر كړې شو