اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې ?? مصنوعي ګراني پیدا كونكو عناصرو په ضد د سختې كاروائۍ٬احساس پروګرام ترمخه مستحق او غريبانو له د وړو وركولو پروګرام زر ت?? زره جاري كولو او د هېواد په يوټېلټي سټورونو كښې ?? ضروري څيزونو شته والي باوري كولو سپارښتنه كړې۔وزيراعظم دا سپارښتنه د خوراك څښاك څيزونو د بيعو جاج اخستلو او په افراط ??ر قابو موندلو په لړ كښې ?? جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې ?? اعلٰی پاې غونډې مشري كولو سره جاري كړې۔په غونډه كښې ?? منصوبه بندۍ وزير خسرو بختيار٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او نورو ګډون وكړو۔په غونډه كښې ?? ضروري څيزونو د بيعو جاج اخستلو او د ذخيره اندوزۍ مخ نيوي پھ اړه اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د غنمو مناسب ذخيره باوري كولو او په بيعه د قابو موندلو په لړ كښې ?? پنجاب او پښتونخوا حكومتونو د اړخه مناسب اقدامات شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د سندھ حكومت د اړخه سږ كال د غنمو نه اخستلو له امله طلب او رسد كښې فرق پېدا شوې۔وزيراعظم د دې خبرې نوټس اخستلو سره ??اس??و ته سپارښتنه كړی چې د خپل سټاك څخه سندھ صوبې ته غنم وركړي دغسې چې په ماركيټ كښې ?? وړو بيعه مستحكم كړی شي۔وزيراعظم د ذخيره اندوزو په ضد د كريك ډاؤن امر وكړو