اسلام آباد 17 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي حكومت د تكنيكي او مالي مرستې وركولو پالېسۍ جوړولو د لارې د برآمدي څېزونو تنوع ته پام لرنه كوي٬شهد برآمد كوونكو له تكنيكي او مالي مرسته وركړې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهد جوړونكو٬برآمد كوونكو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د قامي اسمبلۍ غړې نفيسه عنايت الله هم موجود وه۔ده ووئيل حكومت د تكنيكي او مالي مرستې وركولو پالېسۍ د لارې د برآمدي مصنوعاتو تنوع ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د شهد په ??دي?? ډول پیداو??ر او په دې څانګه كښې خبرتيا ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په ??دي?? ډول همغږي راوستو سره د اروپائي ائتلا?? پشمول د ټولو ماركيټونو مطلوبه معيار تر سره كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان قدرتي وسائل لرونكې هېواد دے او په هېواد كښې بېل ماحولياتي او موسمي حالاتو په وجه 20 قسمه شهد جوړېږي