اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكس??ان??انو خاص مرستيال ذوالفقار ع??اس بخاري وئيلي دي چې په امريكا كښې كار كوونكې اسلامي ډلې دې د هند د انتهاخوښي حكومت ظلمونه په ډاګه كولو لپاره بې ګناه كشميريانو سره د يووالي څرګندونه وكړي ٬ د دوي د خپ??وا??ې د حق هڅې په يو مهم پړاؤ كښې داخلې شوې دي۔ ده دا خبرې د امريكې په نيويارك ښار كښې د اسلامي ادارو مشرانو يو پلاوي سره د ملاقات په مها?? وكړې۔ په دې ملاقات كښې د امريكې٬ تركيې٬ عرب او بنګالي ادارو نه علاوه د نورو اسلامي تنظيمونو مشران شامل وو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د اګست په 5مه نېټه هند په كشمير د قبضې كولو هڅه كړې۔ ده ووئيل چې په امريكا كښې كار كوونكې اسلامي ډلې دې د هند د انتهاخوښي حكومت ظلمونه په ډاګه كولو لپاره بې ګناه كشميريانو سره د يووالي څرګندونه وكړي ٬ د دوي د خپ??وا??ې د حق هڅې په يو مهم پړاؤ كښې داخلې شوې دي۔ ده ګډون كوونكي د مقبوضه كشمير د اندېښمن صورتحال نه خبر كړل او د دوي د مرستې ئې مننه هم وكړه۔