لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د كرتارپور لارې پروژې په اړه د پاكستان او هند تر??ېنځه د مذاكراتو دوهم پړاؤ د اتوار په ورځ په واهګه پوله شوے٬ په دې پړاؤ كښې د دولس كسيزه پاكستاني پلاوي مشري د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل وكړه او د هند لخوا پكښې د كورنيو چارو جوائنټ سېكرټري اېس س?? اېل داس اته كسيزه پلاوي سره يو ځائ كډون وكړو۔ د مذاكراتو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېص?? ووئيل چې هند سره په مذاكراتو كښې په تكنيكي معاملو خبرې شوې ??ي٬ د لوظنامې په نكاتو 80 فيصده اتفاق شوے٬ د كرتار پور لارې مقصد د امن لار ده٬ وزيراعظم په منطقه كښې امن او د بابا ګرونانك ديو جي د زېږون په 550 ورځ لار پرانستل غواړي۔ ده ووئيل چې د كرتارپور لارې په پروژه 70 فيص??ه كار ترسره شوے۔ ده ووئيل چې په دې پروژه مثبت پرمختګ شوے۔ د دواړو هېوادونو تر??ېنځه په معاملو 80 فيصده اتفاق راغلې۔