سيالكوټ 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او ??پرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې پرون يو وارداتي ټولګې د پانامه كېس رامخې ته كېدو نه پس په مېډيا په يوه نوې بيانيه بيانولو كښې مصروف و٬ پانامه كېس سره تړون لرونكې يوه داسې پرېكړه ك??مه چې د سترې محكمې معزز قاضيانو كتله٬ په عدالت كښې د دې كېس ټرائل كېدو٬ د دې كېس په پرېكړه ??يا??ي پوائنټ سكورنګ كېدو٬ په دې كېس ??يا??ي تھېټر ولګول شو او ??ولس ګمراه ك??لې شو٬ مريم نواز د بې وسې څرګندونه كړې٬ د دهوكې او ګمراه ك??لو واردات د دې ښځې په بريف كېس كښې موجود و كومه چې ځان نائب صدر ليكي۔ د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې مريم صفدر پرون د صدر په موجودګۍ كښې خبري كنفرنس ته وېنا وكړه۔ هغې دا تاثر وركولو سره يوه بيانيه اولس ته وړاندې كړه چې جج د يو معزز سړي په ضد پرېكړه كړې۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې جج ارشد ملك د وېډيو نه انكاري دے٬ دا جعلي ده٬ داسې پرده نشين به بې نقابه ك??و كوم چې په دې جعل سازې كښې ككړ دي٬ ناصر بټ د وېډيو ريكارډنګ كردار ??ے٬ د جعل سازې مشكوك كردار ??ې نقابه ك??ل د حكومت ذمه واري ده٬ د وېډيو راجكماري اولس سره چې كومه لوبه ك??له ٬ هغه د قوم په وړاندې راوستل ضروري دي٬ عدالتونه چېلنج كول٬ ادارې كمزورې كول٬ په عدالتونو بهتان لګول او قانون يرغمال كول د مريم نواز مشغله ده۔ هغې ووئيل چې په جعل سازې مقدمه درج كېدے شي٬ جج په خپله ريفرنس هم دائر كولې شي٬ پرده نشين به بې نقابه ك??و۔