اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر محمد فروغ نسیم سره د جسټس پراجیکټ پاکستان م??رې ساره بلال د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا د ج??ري شوي بيان له مخې د جسټس پراجېكټ پاكستان م??رې ساره بلال وفاقي وزير ته په هېواد كښې د مرګ په سزا كښې د رحم درخواست دائر كولو پحقله د ځينې ډهانچه جاتي مسئلو نه خبر كړو او وئ وئيل د ټېكنيكل وجوهاتو په سوب دا اپيلونه رد كولې شي۔ دې د مرګ سزا باندې د اپيلونو درخواست د مطلوبه معلوماتو مرستې لپاره د نظام وضع كولو تجويز وركړو۔ دې د قانون وزير پ??تش??د جرمونو كښې د مرګ په سزا د بنديز د طريقو پحقله هم خبر كړو چې ورسره بې ګناه كسان مري۔ د ملاقات په مهال په نړيوالو قوانينو او نړيوالو لوظنامو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير فروغ نسیم د جسټس پراجیکټ پاکستان م??رې ساره بلال د كار ستائنه وكړه او وئ وئيل د قانون وزارت به د اولس د ستونزو خاتمې او اولس ته د انصاف وركړې لپاره جسټس پراجېكټ پاكستان سره په ګډه كار كوي۔ په دې موقع قانون او انصاف لپاره پارلماني سېكتره ملیکه بخ??ري هم موجود وه