اسلام آباد ۔ 19 مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرامونو كښې د مېري ټائم افيئرز ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګھ تر دې دمه د يو ارب 6 كروړه 77 لكه روپو ف??ډز جاري كړې دي۔ حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 8 اربه 12 کروړه 31 لکھ روپو ف??ډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حکومت د جی پی هاوسنګ کمپلېکس اپ ګرېډېشن له 20 کروړه 90 لکھ ،د سی پېک ترسېوري لاندې برېک واټر جوړولو له11 کروړه 76 لکھ ،ملا بینډ ایریا كښې پرمختيائي كارونو له 47 کروړه 79لكه او د سي پېك ترسېوري لاندې اېكسپرېس وے جوړولو له د 14 کروړ روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له ف??ډز جاري كړې دي