اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) سعودي ولي عهد ??هزادہ محمد بن سلمان ته پاك سعودي اړيكو ته د استحكام وركولو او رابطو ته د نوي روح وركولو په اعتراف ??ښې د هېواد تر ټولو اعلیٰ سول اعزاز “نشان پاکستان” وركړې شو ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر ??ښې راجوړې كړې شوې يوه دستوره ??ښې ده ته دا اعزاز وركړو۔ دستوره ??ښې د وزیراعظم عمران خان په شمول د سعودي پلاوي ٬ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر، د وفاقي كابينې غړي٬ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ سروسز چيفس ٬ سفيرانو او لوړ پورو هم ګډون وكړو۔ سعودی ولي عهد ??ه د پاکستان تر ټولو اعلی اعزاز وړاندې كولو سره ووئيل شول چې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د ډېر مودې راهېسې د ورورولۍ اړيكې موجود دي او د دې بنيادوونه زمونږ په شريك دين ٬ نظام ٬ اقدارو ٬ تهذيب او كلتور ??ښې پېوست دي۔ د سعودي ولي عهد ??ې اړيكو ته خپل ذاتي پام او سرپرستۍ سره نوې ژوند وركړې دې۔ محمد بن سلمان بن عبد العزیز السعود تل د پاكستان رښتنې او مخلص ملګرې پاتې شوې دې، د پاكستان حکومت او اولس د دې خلوص د زړه د كومي نه اعتراف كوي٬ د پاکستان اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره د سعودي پراخا مرستې ته د پاكستان اولس په درنه سترګه ګوري٬ او د دوي بشپړه ملاتړ د پاكستان اولس او قيادت لپاره تل د ط??قت او توان سبب ګرځېدلې او تل به ياد ساتلې شي۔ د پاکستان او سعودی عرب ترمېنځه د اړيكو مستحكم كولو او په دې ??ښې د نوي روح اچولو په اعتراف ??ښې اولس مشر محمد بن سلمان ته د پاكستان اعلی ترین اعزاز “نشان پاکستان” وركړې۔ د دې نه وړاندې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان چې ايوان صدر ته راورسېدو نو د ده تود هركلې وشو۔ د سعودی ولي عهد محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره په روايتي بګهۍ ??ښې راتللو سره ايوان صدر ته راورسېد۔ اولسمشر ډاكټر عارف علوي د ايوان صدر په مركزي دروازه د ولي عهد هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير ش??ه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن او نور لوړ پوري هم موجود وو٬ په لاره ??ښې بېلا بېلې ډلې موجودې وې كومو چې د بېلا بېلو صوبو او سيمو د كلتور عكاسي كوله۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په درناوي ??ښې د ماسپخښين د مېلمستيا اهتمام هم وكړو۔ چې پ??ښې وزیراعظم، د وفاقي كابينې غړو٬ سروسز چيفس او اعلٰې چارواكو ګډون وكړو