اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د خزانې ??زير اسد عمر وئيلي دې سي پېك منصوبه د چين او پاكستان ترمېنځه د مرستې غوره مثال دے او دا د دواړو هېوادونو لپاره ګتوره ده۔ چائنا ګلوبل ټي وي سره خپلې مركه كښې د خزانې ??زير چين د “قرض د لارې د سفارت كارۍ” د تور پحقله د پوښتنې ??ه ځواب كښې ووئيل پاكستان د پور مسئله خو لري ??لې د چين قرض پحقله هېڅ مشكلات نشته۔ ده د سي پېك د لارې پاكستان د اقتصادي مسئلو سره د مخ كولو تاثر ” بې هوده او احمقانه” ګرځولو سره ووئيل سي پېك منصوبه د چين او پاكستان ترمېنځه د مرستې غوره مثال دے چې له مخې به ئې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔ وفاقې وزير ووئيل په ??اک??تان بهرني ټول پور كښې د چين حجم د لس فيصده نه زيات نه دے ٬ پاكستان كښې د جي ډي پي نتاسب د قرض شرح زياته ده خو دا د انتطام او انصرام جوګه ده ٬ ده ووئېل د برآمدات كمېدو په سوب پاكستان د قرضونو زياتېدو مسئلې سره مخ كېږي٬ ??اک??تان د قرضونو وركړې لپاره زياته غېر مل??ي كرنسي نه شي ترلاسه ك??لې او هم دا بنيادي مسئله ده ۔ د خزانې ??زير ووئيل د دې مسئلې هواري لپاره پاكستان په كورنۍ توګه بچت ته پاملرنه كولو سره سره د چين غوندې ملګرو هېوادونو سره برآمدات زياتولو له كار كوي او د چائنا انټرنېشنل امپورټ اېكسپو غونډې ون يونټس كولو سره به زمونږ دا هڅې وده ومومي