اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او د اقتصادي چارو صلاكار ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي په پا??ستان كښې د كركيلې٬ معدنيات٬ صنعت٬ بنيادي ډهانچې او دسكرو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې شته٬ د حكومت لخوا د قامي معيشت پرمختګ لپاره د معرفي كړو اصلاحاتو ګټورې نتيجې راوځي٬ پا??ستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے٬ زمونږ مجموعي قامي پېداوار 5 فيصده او د لويو صنعتي ادارو كاركردګي 4.15 فيصده زياته شوې٬ د افراط زر شرح د 11.83 فيصده نه 5 فيصده ته راټيټه شوې۔ د ګل په ورځ د سرمايه كارې بورډ او د پا??ستان آبزرور ترسيوري لاندې پا??ستان كښې د سرمايه كارې په سرخط دوهم ګول مېز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د پا??ستان د نيمې آبادې عمر د 25 ??لو??و نه كم دے او 45 فيصده آبادي د 15 ??لو??و نه كمه ده۔ ده ووئيل په پا??ستګان كښې د مېنځنې طبقې خلقو شمېره 100 مليونه ده او پا??ستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے۔ ده ووئيل پا??ستان يوه لويه منډې ده او هم دا وجه ده چې نړيوالې كمپنې دلته سرمايه كارې ته پا?? لرنه كوي۔ ده ووئيل د امن او امان صورتحال بهترې سره به په پا??ستان كښې نېغ په نېغه سرمايه كاري زياته شي۔ مفتاح اسماعېل ووئيل د پا??ستان څخه ترهګري ختمه كړې شوې او د پا??ستان حكومت د امن او امان بهترې ته خاص پا?? لرنه كوي۔ په دې موقع د سرمايه كارې بورډ ډائرېكټر سليم احمد رانجها هم وېنا وكړه او ګډون كوونكي ئې د قامي معيشت د پرمختګ٬ د سرمايه كارې موقعو ٬ماركيټ٬ جي ډي پي٬ مېكرو اكنامك استحكام٬ سي پېك٬ صنعتي پرمختګ او د خاص اقتصادي ځايونو په اړه خبر كړل۔ كنفرنس ته د پا??ستان آبزرور اېډيټر انجيف فېصل زاهد ملك هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې د بېلا بېلو هېوادونو كمرشل قونصلرانو٬ سفيرانو٬ د قامي او نړيوالو ادارو مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو