اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كه د هند لخوا په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ او بلااشتعال خلاف ورزۍ بندې نه شوې نو تاؤ تريخوالي به تر خطرناكه حده زيات شي٬د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرو عناصرو په خاتمه ??ښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬بايد نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ??ښې د پاكستان د لويو قربانو اعتراف وكړي۔ده دا خبرې په چين ??ښې د باؤ فورم په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګويترس سره ملاقات ??ښې وكړې۔وزيراعظم وو??يل د هند لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزو په نتيجه ??ښې تاؤ تريخوالې زيات شوې او له امله يې د بې ګناه وګړو د شهادت پیښې رامينځ ته كېږي۔وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې په ورانېدونكې صورتحال او د هند د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په عامه وژنه اندېښنه وښودله۔وزيراعظم پھ مقبوضه كشمير ??ښې د هندي ځواكونو لخوا د چره ايزو ټوپكو په كارولو هم اندېښنه وښودله او وې وئېل پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې سوله ايز حل غواړي۔ده وو??يل بايد ملګري ملتونه پھ مقبوضه كشمير ??ښې د هند ظلم او ستم په ډاګه كولو ??ښې خپل كردار ترسره كړي۔د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د پاكستان د عزم پخلي سره وزيراعظم وو??يل پاكستان په دې لړ ??ښې زيرو ټالرنس پالېسي خپله كړې۔وزيراعظم د روهنګيا مسلمانانو په حالت هم اندېښنه وښودله۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ترهه ګر مخ نيوي٬د افغان كډوالو سره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته او د ملګرو ملتونو په امن مشن ??ښې د پاكستان د كردار اعتراف وكړو۔عمومي سېكتر وو??يل هغه د كشمير په مسئله د مذاكراتو ملاتړ كوي۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين ??ښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔