اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د قامي اسمبلۍ سېكرټ??ېټ ملازمانو بل 2018ﺀ منظوري وركړې ده ۔ د نهې په ورځ نګھت پروین میر قامي اسمبلۍ كښې تحريك وړان??ې كړو چې په دې بل دې غور وكړې شي۔ د دې منظورۍ څخه وروستو ده بل ايوان ته وړان??ې كړو۔ دوهم سپيكر بېلو پړاؤنو كښې د دې منظوري واخسته۔ د ډاکټر عارف علوی لخوا وړان??ې كړې بدلون ايوان په كثرت سره رد كړو۔ د ګرېډ 1 څخه تر 15 به د قامي اسمبلۍ سېكرټ??ېټ سلېكشن كمېټي كوي۔ د ګرېډ 16 څخه تر 19 ملازمانو بھرتۍ به د پبلک سروس کمېشن د لارې كولې شي۔ د ډاکټر عذرا فضل، شفقت محمود او خورشید شاه موقف دا ؤ چې د ګریډ 1 څخه تر 15 ملازمانو بھرتۍ دې هم په باقاعده توګه د اشتهار او د خاص تګلارې د لارې وكړې شي۔ سید نوید قمر ووئيل د قامي اسمبلی سېکرټ??ېټ ملازمانو ته د سول سروس درجھ ترلاسه نه ده۔ مونږ اختيارات يو فرد ته د سپارلو په حق كښې نه يو۔ بل دې په يوه خله منظور كړې شي۔ د پارلماني چارو وزير شېخ آفتاب احمد دې موقف سره اتفاق وكړو او د مخالفې ډلې د بدلون ملاتړ ئې وكړو۔ دوهم سپيكر وار په وار ايوان څخه د نورو شقونو منظوري ترلاسه كړه۔ نګھت پروین میر تحريك وړان??ې كړو چې د قامی اسمبلۍ سېکرټ??ېټ ملازمانو بل 2018ء دې منظور كړې شي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه