اسلام آباد 10 فروری) اے پي پي( د امن او يووالي په لړ كښې د افغانستان او د پاكستان شريكې لائحې په اړه د مذاكراتو دوهم پړاؤ په اسلام آباد كښې ??شو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دې دوه ورځنو مذاكراتو په مهال په افغانستان او پاكستان كښې د امن او سلامتيا په اړه په اېكشن پلان خبرې وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مذاكراتو كښې د پاكستاني پلاوي او د افغانستان نائب خارجه وزير حكمت كرزي د افغان پلاوي مشري وكړه۔ وياند ووئيل چې په مذاكراتو كښې ??ه ځينې نكاتو اتفاق شوے او په ځينې د لا خبرو كولو ضرورت دے۔ دواړو هېوادونو په راتلونكي كښې ??م د خبرو په روانو ساتلو اتفاق كړے۔ د شريكې لائحې مقصد د ترهګرې مخ نيوې٬ د تشدد خاتمه٬ د امن او صلاح وده٬ د افغان كډوالو هېواد ته ستنېدل او د شريك اق??صا??ي پرمختګ په څانګو كښې ??رسته زياتول دي۔