اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكې اونې په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران او په غره ايزو سيمو د واورې ورېدو ام??ان دے۔ د موسمياتو محكمې له ??خې د اتوار او ګل په ورځ د بلوچستان او سندھ په ځينې سيمو كښې د باران ام??ان دے۔ د ګل او د شورو د ورځې نه په خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د باران ورېدو ام??ان دے۔ د موسمياتو محكمې له ??خې په دې موقع په غره ايزو سيمو د واورې ورېدو ام??ان دے٬ د تودوخې درجې كمېدو سره د سموګ ختمېدو ام??ان هم ښودل شوے۔ د راپور له ??خې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك وي۔