اسلام آباد 03 نومبر ﴿اے پي پي﴾ ??ول?? مشر ممنون حسېن د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح لور محترمې دينا واډيا په مړينه د هغې زوي نسلي واډيا سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې د غم په دې وخت كښې ټول ق??م د دوي كورنۍ سره دے ځكه چې مونږ د دوي غم محسوسولې شو او په دې غم كښې دوي سره برابر شر??ك يو۔ د جمعې په ورځ د نسلي واډيا په ن??م د غمرازې په خپل پېغام كښې ??ول?? مشر ووئيل چې محترمه دينا واډيا به د بابائے قوم قائداعظم د لور په حېث تل ياد ساتلې شي او د هغې احترام به كولې شي۔ ده ووئيل چې محترمې دينا واډيا به مونږ ته د قائداعظم ياد راكولو كومه چې د يو داسي مضبوط سياسي شخصيت او بابائے قوم لور وه كوم چې خپل ټول ژوند د پاكستان د جوړولو په هڅو كښې تېر كړے۔ ??ول?? مشر ووئيل چې د محترمې دينا واډيا لخوا د پاكستان وروستې دوره او د قائداعظم په مزار د حاضري پېښې ډېرې يادګار دي۔ ??ول?? مشر د محترمې دينا واډيا ابدي سكون او كورنۍ لپاره د دې غم زغملو دعا هم وكړه