اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي په اسلام اباد او د پنجاب په 9 ضلعو كښې د اپرېل تر 11مې نېټې به تعليمي ادارې بندې وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په نېشنل كمانډ اينډ آپرېشنل سنټر كښې د تعليم وزيرانو د غونډې ن?? پس مېډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل په غونډه كښې په متفقه توګه پريكړه شوې چې په كومو ښارونو كښې تعليمي ادار?? د ??ورونا وائرس له امله بندې كړې شوې٬اوس به هغه تر اپرېل 11مې نېټې بندې وي۔ده ووئيل د دې ضلعو نه علاوه كه په كومه ضلع كښ?? د ??ورونا كيسونه زياتېږي نو د هغې اختيار به صوبائي حكومت لري۔شفقت محمود ووئيل د اېن سي او سي په غونډه كښې د بورډز امتحانات په اړه هم دا پريكړه شوې چ?? د ??هم٬لسم يوولسم او دولسم امتحانات به د صوبائي حكومتونو او بورډز لخوا د اعلان كړي شيډول له مخې كېږي۔ده ووئيل مونږ به د وبا د صورتحال جاج اخلو او مونږ د د?? خبرې څخه خبر يو چ?? د ??اشومانو صحت ورومبې ترجيح ده۔ده ووئيل په ګرد هېواد كښې چې په كومو كومو ضلعو او ښارونو كښې تعليمي ادارې بندولې شي د هغې پريكړه به صوبائي حكومتونه٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان حكومت پخپله كوي۔ده ووئيل دې څخه وړاندې اېن سي او سي په خاص ضلعو كښ?? د ??ارچ 15مې نېټې ن?? تر مارچ 28مې نېټې د سكولونو پشمول د هر ډول تعليمي ادارو بندولو پريكړه كړې وه خو په نننۍ غونډه كښې د سورتحال جاج اخستو نه پس پريكړه شوې چې تعليمي ادارې ??ې تر اپرېل 11مې نېټې بندې وي او د خاص ضلعو نه علاوه به كه حاجت ؤ نو نرې سيمې به هم پكښې شاملولې شي۔د دې څخه وراندې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښ?? د ??ورونا صورتحال جاج اخستو لپاره مهمه غونډه په نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سينټر(اېن سي او سي) كښې وشوه۔په غونډه كښې د تعليم٬روغتيا٬ګلګت بلتستان٬آزاد جمو كشمير اعلٰی وزيران هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي سېكرتري فرح حامد خان٬د تعليم پارليماني سېكرټري وجيهه قمر او د اېچ اي سي چيئرمېن هم ګډون وكړو۔د تعليم صوبائي وزيرانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو