لاهور۔7مارچ(اے پی پی)صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د هېوا?? معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ سېلګري ٬ امن او سوكالي د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه پولو اېنډ کنټری کلب كښې د ما??ټر پېنټس جناح ګولډ کپ 2021ء فائنل مېچ دستورې ته د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔ ټورنامنټ د ډائمنډ پېنټس لوبډلې وګټلو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د هېوا?? معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ سېلګري ٬ امن او سوكالي د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د كركټ او هاكۍ په ډول د پولو ودې له به هم ګامونه پورته كول وي۔ صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د پولو ودې له ?? پاك پوځ كردار وستائلو۔ ?? پايې دستوره كښې پنجاب رېنجرز د نېزا بازۍ په زړه پورې څرګندونه وكړه۔ په دې مهال بېل آرمي بېنډز خپل پرفارمنس وړاندې كړل۔