اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د مدينې رياست جديد فلاحي رياست ؤ ٬هلته څوك هم د قانون نه بالا نه و٬د مدينې د رياست په زرينو اصولو چې كو?? هم قام عمل كړے هغه كاميابي ترلاسه كړې٬د حضور پاك(ص)آخري خطبه د هيومن رائټس چارټر عظيم مثال دے٬د اسلامو فوبيا پیښې اسلامي امت لپاره د تك??يف وړ دي٬د سپكاوي د موادو خپرېدنه مسلمانانو لپاره تر ټولو زياته د تك??يف وړ ده٬د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره به د اسلامي هېوادونو مشرانو له يو موټې كېدو سره غږ پورته كول وي٬په تعليمي ادارو كښې د سيرت نبي(ص)د مضمون په شاملولو غور كوو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ اولس سره په ټې??يفون نيغ په نيغه د خبرو په مهال وكړې۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د مسلمانانو لويه بدمرغي ده چې د كال 1989 څخه چې كله سلمان رشدي كتاب وليكلو او هغه زمونږ د نبي(ص)په شان كښې ګستاخي وكړه د هغه وخت نه په لوېديزه نړۍ كښې د تېرو 30 كلونو راهسې زمونږ د نبي(ص)په شان كښې د ګستاخۍ لړۍ پیل شوه۔د داسې حراكتونو څخه مسلمانانو ته ډېر تك??يف رسېدلې وو٬خلك سړكونو ته راوتلې وو ځكه چې لوېديز په دې څيز نه پوهېدو ٬ هغوي دين بل شان ګڼي٬چې څنګه يې مونږ ګڼو هغوي يې داسې نه ګڼي او نه په دې پوهه دي چې مسلمانانو ته څومره تك??يف رسيږي ۔ده ووئېل نبي پاك څنګه زمونږ په زړونو كښې وسيږي ٬مونږ پرې د خپلې كورنۍ نه زيات خفه كېږو٬يو څيز هم مونږ له دومره تك??يف نه راكوي څومره چې د حضور(ص)پشان كښې ګستاخي تك??يف راكوي خو لوېديز په دې څيز نه پوهېږي ځكه هغوي دا وائي دا د رائے د اظ??ار آزادي ده۔د رائے د اظ??ار د آزادۍ په نوم چې څه غواړې هغه وكړې كه هر څو هلته ډېر داسې څيزونه دي كوم چې د رائے د اظ??ار په آزادۍ كښې نه راځي ۔ ده ووئېل كله چې وزيراعظم شوم نو اول مې په او آئي سي كښې دا معامله پورته كړه بيا مې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې پورته كړه٬د ماليزيا وزيراعظم او ترك صدر سره مو په ګډه په دې خبرې وكړې٬ډېر خلق د پوهېدو باوجود هم فتنه راپېدا كوي