اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د پاکستان الېکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټۍ په (بدلون) بل 2020 غور لپاره تحريك مسترد كړے۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر فېصل جاوېد د پاکستان اليکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټۍ (بدلون) 2020 د وړاندې كولو تحريك پېش كړو۔ فېصل جاوېد ??وئ??ل بل د ميډيا ورکر?? ملازمتونو د تحفظ پحقله دے ځكه چې ميډيا ورکرز سره ټي وي چېنلز هېڅ لوظنامه نه كوي او دوي ته تنخا هم په وخت نه وركوي ٬ په دې لړ كښې به پېمرا د بېلا بېلو چېنلو د ملازمانو د کنټريکټس او د دوي په کنټريکټس د عمل درآمد او تنخاګانو د عدم ادائيګۍ د چارو جاج اخستې شي او دا د اظهار ازاد?? يا قدغن سره هېڅ تعلق نه لري۔ سېنيټر شيري رحمان ??وئ??ل پېمرا يوه رېګولېټري اداره ده او د اظهار ازادۍ لپاره دا نه شي استعمالېدې٬ مونږ د دې بل ملاتړ نه كوٶ٬ سېنېټر رضا رباني ??وئ??ل د بل منظورۍ سره به د صحافت په آزادۍ قدغن ولګي، بله لاره راوباسې نو بيا مونږ مرستې له چمتو يو۔ سېنيټر محسن عزيز ??وئ??ل په كمېټۍ كښې په دې بل دوه ځل?? غور شوے ٬ هلته يو غړي اعتراض نه دے كړے٬ دا بل منظورول پكار دي ځكه چې د دې تعلق د انساني حقونو پامالۍ سره دے٬ د مخالفې ډلې غړي ميډيا مالكان هم خوشحالول غواړي او ملازمان هم، داسې نشي كېدې۔سېنيټر مشتاق احمد ??وئ??ل د صحافتي نتظيمونو او د پوهانو دې وړومبې رائے معلومه كړې شي او بل دې كمېټۍ ته بېرته ولېږلې شي۔ سېنيټر خوش بخت شجاعت ??وئ??ل د دې بل د لارې د صحافت آزادي نه مجروح كېږي٬ د صحافت آزادي موجود او محفوظ ده، كه اړوندو ډلو ته دا بل بېرته ولېږلې شي نو بيا د كمېټۍ څه حېثيت پاتې كېږي چا چې دا منظور كړے٬ بل بايد من و غن منظور كړے شي۔ سېنيټر فېصل جاوېد ووئېل ميډيا وركرز ته تنخاګانې نه ترلاسه كېږي