صوابۍ ۔ 13جنوری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د كورونا خپرېدو مخنيوي له د پاكستان ستراتيجي كاميابه پاتې شوې او د اولس مرستې د لارې دا ممكن شوې۔ د وزيراعظم عمران خان او د هغه د ډلې خوارۍ له امله د پاكستان معيشت پياوړے شوے، د ورلډ اکنامک فورم په شمول د نړۍ نورې ادارې د پاكستان د معيشت بهترۍ ستائنه كوي۔ دا مهال د هېواد اقتدار د ??تو??طې طبقې په لاسو كښې دے۔ مونږ د اولسي هيلو له مخې كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ باچا خان میډیکل کمپلېکس كښې د نرسنګ او وبائي رنځونو انسټي ټيوټ د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان هم موجود ؤ۔ دستورې ته خطاب كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر وو??يل د خېبر پختونخوا اولس له اړخه د وزيراعلی مننه كوم۔ هغه وو??يل د كورونا وائرس په اولنۍ چپه كښې د نړۍ تباهي شوې٬ په امريكا او اروپا كښې بلها ځاني زيان شوے ولې د لوئي څښتن په فضل او كرم او بيا د پاكستاني حكومت د غوره ستراتيجۍ په سبب مونږ د دغې وباﺀ په مخنيوي كښې كاميابه شوې يؤ او په دو??مه چپه كښې به هم دغسې كاميابي ترلاسه ??ړي?? هغه وو??يل د دې هر څه ممكن كېدو كښې د اولس كردار او مرسته هم مهمه ده۔ هغه وو??يل د كورونا سره سره مونږ معاشي چېلنج سره هم مخ يؤ۔ زمونږ د ګاونډې هېواد هند معيشت هم سخت ځپلے شوے۔ هغه وو??يل د وزیراعظم عمران خان او د هغه د ډلې خوارۍ له امله حالات مخ په ښه كېدو دي۔ هغه وو??يل اسد عمر او اېن سي او سي په وخت پرېكړې كړي ۔ د كورونا په اولنۍ چپه مو قابو موندلے او په دو??مه چپه به هم كه لوئي څښتن ته منظور وي قابو اومومو او حالات به ښه شي۔ هغه وو??يل نړيواله ورورولۍ زمونږ د ستراتيجۍ ستائنه كوي۔ هغه وو??يل د صوابۍ پرمختګ ??ه مو منصوبې پیل كړې دي۔