اسلام آباد 14 دسمبر (اۓ پي پي ) د هن?? سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په 13 دسمبر د هن?? ځواكونو له اړخه د كنټرول لائن په چېري كوټ سېكټر د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ۔ د هن?? د ډزو په نتيجه كښي دوه بې ګناه وګړي ژوبل شوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه د هن?? سيئنر سفارتكار خارجه دفتر ته راوغوښتلے شوے او هغه ته احتجاجي مراسله وركولو سره وئيلې شوي چي د هن?? قابض ځواكونه د ايل او سي او وركنګ باونډريز پرله پسې خلاف ورزۍ كوي او په غټو وسلو عام اولس په نخښه كوي ۔هغه زياته كړه چې د هن??ي ځواكونو د عام وګړو په نخښه كول د بشري حقونو خلاف ورزي او د انسانيت لپاره د شرم خبره ده ۔ د هن?? د دغې خلاف ورزو له كبله د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ هن?? سږ كال 2970 ځل د ډز بن??ۍ خلاف ورزي كړې چي پكښي 27 بي ګناه وګري شهيدان او 249 تپيان شوي ۔هغه ووئيل د هن?? د دې خلاف ورزيو مقصد كشمير كښي د روان ظلم او د نړيوالو بشري حقونو د خلاف ورزو نه د نړۍ پام اخوا كول دي ٬هغه په هن?? زور راوړو چي هن?? د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداري وكړي او د م??ګر?? ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له شخړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه وركړي