اسل??م آباد۔11 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د غرونو نړيواله ورځ د جمعې په ورځ ولمانځلې شوه۔ د دې ورځ مقصد ګرده نړۍ كښې د غرونو او دې ته د نزدې ودانيو حالت پياوړې كولو او د دغې قدرتي چاپېرچل په ځائې ساتلو له شعور بېدارول وو۔ غرونه د ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ګردې نړۍ د ځنګلي ژوند ٬ ځنګلونو او قامي پاركونو 56 فيصده برخه په غرونو كښې ده۔ دغه شان ګرده نړۍ كښې نزدې يو ارب خلق په غرونو كښې ژوند كوي۔ دې سره س??ه د نړۍ يو ارب ته نزدې خلق خوراك او د څښلو پاكو اوبو له غرونو ته اړتيا لري۔ د پوهانو وېنا ده د موسمياتي بدلون کلائمېټ چېنج تر ټولو زيات اغې?? په غرئيزو سيمو څرګندېږي۔ په داسې موقع اوچو غرونو ته نزدې وداني ګرمۍ او لوږې سره مخ كېږي۔ دغسې واورې په بيړه ويلې كېدو س??ه دريابونو كښې د سېلاب اندېښنه وي۔ پاكستان د ښائسته غرونو لړۍ لري۔ پاكستان كښې داسې 5 د واورو دنګې څوكې شته د كومو دنګوالې چې 26 زره فټه نه زيات دے۔ د نړۍ دويمه دنګه څوكه کے۔ 2 او نهمه نانګا پربت ده۔ كوه هماليه د خپلو ذېلي لړو س??ه د نړۍ تر ټولو دنګه غرئيزه لړۍ ده كومه كښې چې د نړۍ تر ټولو دنګ غر ماؤنټ اېورسټ په شمول نورې دنګې څوكې م??جو?? دي۔