اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د ا??غانستان د سولې د عمل نه يوازې پاكستان بلكې ټولې نړۍ ستائنه كړې، د ا??غانستان د سولې عمل ډېر په احتياط سره د ترسره كولو ضرورت دے، پاكستان او افغانستان دې په ګډه بحيره عرب د مېنځني اسيا هېوادونو سره تړلو لپاره كردار ترسره كړي، دې سره به د دواړو هېوادونو اولس لپاره د ا??تصادي پرمختګ او سوكالې نوے دور پېل شي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان او افغانستان د تجارت او سرمايه كارې دوه ورځني فورم ته د خپلې وېنا په مهال وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مهمه خبره دا ده چې پاكستان او افغانستان ته به د شريكو چارو حل لپاره د تفاهم او همغږۍ لارې لټول وي. ده ووئيل پاكستان او افغانستان د يو بل شراكتدار دي. يو وخت ؤ چې د دواړو هېوادونو د تجارت حجم 2.5 اربه ډالره ؤ خو بيا په دې كښې ورو ??ه ورو ??مے راغلو او بيا ورپس?? د ??ورونا وائرس د صورتحال له مله دا ډېر كم شو ځكه چې صن??تي ادارې تر څو مياشتو بندې وې.ده ووئېل اوس دغه خنډان ختم كړے شوي، تجارانو او صن??تكارو ته اسانيې وركولو سره به تجارت زيات شي، د غربت خاتمې او سماجي پرمختګ له به مرسته تر لاسه شي او په خاص توګه په سرحدي سيمو كښې د روزګار موقعو راپېدا كېدو سره به د دواړو هېوادونو د ا??لس په ژوند كښې بهتري راشي. ده ووئيل په دې لړ كښې مرستې لپاره پاك افغان پارلماني فرېنډ شپ پروګرام جوړ كړے شوے او د تجارت ښه والي لپاره ټاسك فورس هم تشكيل كړے شوے. په دې لړ كښې د جوړې شوې خاص پارلماني كمېټې د 15 نه زياتې غونډې شوي. د قومي اسمبلۍ سپيكر كنفرنس كولو لپاره د يو اېس اېډ پشمول د نورو ادارو او شخصياتو مننه هم وكړه.