اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي اے پي سي د بدعنوانه ٬لوټ كونكو او د غلو غونډه وه٬په اېن آر ا?? نه ترلاسه كېدو اپوزېشن د هېواد او قانون نافذ كوونكو ادارو په ضد د دښمن په ژبه خبرې كوي٬د مسلم ليګ(ن)په دور كښې پا??ست??ن ګرے لسټ ته تللے و٬اوسنې حكومت پا??ست??ن د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره ضروري اقدامات كوي٬د سي پیك پروژه په كاميابۍ سره روانه ده٬په دې معامله سول او عسكري مشران يو موټے دي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اپوزېشن اولس لپاره كومه ايجنډا نه لري٬دا خلق يوازې سياسي او ذاتي ګټې ترلاسه كولو لپاره راغونډ شوي۔او??نے حكومت جامع پالېسۍ خپلولو سره د هېواد معيشت مستحكم كولو او د قامي ادارو قوي كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان شوے٬د كورونا بحران په مهال حكمت عملي كاميابه شوې او پا??ست??ن موثره ډول په وباﺀ قابو موندلے۔ ده ووئېل د روغتيا نړيوالې ادارې او نړيوالې ټولنې هم د پا??ست??ن د كاميابو اقداماتو ستائنه كړې او نورو هېوادونو ته يې د پا??ست??ن نه د زده كړې كولو مشوره وركړې۔ده ووئيل پا??ست??ن په افغانستان كښې امن لپاره مهم كردار ترسره كړے او نړۍ د دې هم اعتراف كوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كشمير مسئله هم په نړيواله كچه په موثره انداز وړاندې كړې