ډی جی رېنجرز(سندھ) مېجر جنرل عمر بخاری د امنيتي انتظاماتو جاج اخستو له د مركزي جلوس دوره
کراچۍ ۔ 31اګست(اے پی پی) د ګرد هېواد په ډول كراچۍ كښی هم ??ربلا كښې د حضرت امام حسېن (رض) او د هغوي د ملګرو لخوا وركړې شويو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د عاشورې ورځ مذهبي ??قيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د ښار په بېلو برخو كښې د 10 محرم جل??سو??ه ويستلې شي۔ مركزي جلوس نشتر پارک څخه برآمد شوے او خپلو روايتي لارو نه تېرېدو سره به امام بارګاه حسېنیه ایرانیان کھارا در ته په رسېدو ختم شي۔ د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه د جلوس دورې په مهال د امنيتي انتظاماتو جاج واخست او د جلوس مشري كولو سره ئې جلوس كښې برخه هم ??اخسته۔ په دې مهال ډی جی رېنجرز(سندھ) مېجر جنرل عمر بخاری هم د امنيتي انتظاماتو جاج اخستلو له د مركزي جلوس دوره وكړه۔ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل د عاشورې ورځې پېغام كښې و??ئي?? چې كوم ورونړا ٬ خوېندې ٬ بزرګ ٬ ميندې ٬ لونړا دې نني جلوس كښې شريك دي دوئي ته خواست دے چې د كورونا وائرس نه د بچ كېدو په اېس او پيز ع??لدرآمد كولو سره سماجي فاصله په ځائې وساتي٬ ماسك او دستانې واچوي۔ دواړه لاسونه دې په سېنېټائزر وينځي دغسې چې كورونا نه ځان او خپله كورنۍ وساتلې شي۔ ډی جی رېنجرز(سندھ) مېجر جنرل عمر بخاری د امنيتي انتظاماتو جاج اخستو له د مركزي جلوس دوره وكړه او د جلوس انتظاميې سره ئې د سېكورټي په اړه خبرې وكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئي?? د ښار نورو برخو نه د عاشورې ورځې راوتونكو نزدې 100 نه زياتو جل??سو??و هم ??ګراني روانه ده۔