اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم سوري د آزادۍ ورځې په موقع ??ام له مباركي وركولو ??ره وئېلي دي دا ورځ مونږ ته د هغه مشرانو يادګېرنه كوي د كومو په ځانګړو قربانو او هلو ځلو ??ره چې دا هېواد ترلاسه شوے۔آزادي يو لويې نعمت دے او د دې په قدر هغه خلق پوهېږي كوم چې د غلامۍ ژوند كوي۔مقبوضه كشمير كښې د مېشته وګړو د خراب حالت څخه د آزادۍ د قدر اندازه معلومېږي كوم چې د تېرو 7 لسيزو راهسې د جبر ښكار دي۔دوي ووئيل د پاكست??ن جوړېدو مقصد يو داسې اسلامي فلاحي رياست ؤ چرته چې د قرآن او سنت په رڼا كښې د ټولو ??بقو حقونو له تحفظ وركړے شي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د يو جمهوري څوكاله او امن ناكه پاكستان خوب ليدلے ؤ چرته چې ټولو ??ه يو برابر ??قونه ترلاسه وي او د نړۍ لپاره يو ښه مثال وي۔ده ووئيل د تحريك پاكستان د مشرانو تصور او افكار له مخې پاكستان په حقيقي معنو كښې اسلامي فلاحي رياست جوړولو له د هر مكتبه فكر يو موټے كېدو ته اړتيا ده۔سپيكر د آزادۍ تحريك د شهيدانو قربانو او هلو ځلو ??ه پیرزوينې وړاندې كولو ??ره ووئيل د هغوي هلې ځلې زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔ده د هېواد په ټولو ??ياسي قوتونو زور راوړو چې خپل اختلافات هېر كړي او د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره يو موټے شي۔په دې موقع ډپټي سپيكر ووئيل 14 اګست د عهد تجديد ورځ ده۔دا ورځ مونږ ته د پاكستان د مؤسيسانو د هغه قربانو يادګېرنه كوي كومې چې هغوي د هېواد ترلاسه كولو لپاره وركړي۔ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له دا عهد كول وي چې د هر ډول تړون نه غېر د هېواد پرمختګ او څوكالۍ لپاره يو موټے شوو