سرینګر 10 اګست (اے پی پی) د هند غیر قانونی مقبوضه جمو و كشمیر كښې كل جماعتی حریت كانفرنس په 14 اګست د پاكستان د آزادۍ ورځ په ښه ډول لمانځلو او 15 آګست د هند د آزادۍ ورځ ?? تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان كړے۔ د كشمیرمیډیا سروس له مخې د حریت كانفرنس وياند د سرینګر څخه په جاري شوي يو پیغام كښې وئيلي ??ي چې پاكستان د قائداعظم محمد علی جناح په ولوله انګیز قیادت كښې د نيمې وچې د مس??مانانو د هغو هلو ځلو حقیقت دے د كوم تصور چې شاعر مشرق علامه اقبال وړندے كړے ؤ۔ ده ووئيل پاكستان د مس??مانانو پناه ګاه ده او هم دغه وجه ده چې كشمیریان به سږ كال هم د پاكستان د آزادۍ ورځ په جوش، جذبه ، عقیدت او احترام سره لمانځي۔ د حریت وياند ووئيل د كشمیریانو زړونه د پاكستان سره دي د كومې څرګندونه به چې مونږ په 14 اګست په بشپړه ډول نړيوالې ورورولۍ ته په ډاګه كوو چې مونږ د هند غیر قانونی تسلط څڅه آزادی او پاكستان سره خپ?? سباؤن تړل غواړو۔ ده ووئيل كشمیریان به په 15 اګست د هند د آزادۍ ورځ ?? تورې ورځ په توګه لمانځي