اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د حزب اختلاف ډلې مشر شهباز شریف وئيلي دي میډیا د ریاست څلورمه او وقار لرونكې ستن ده، د قامی اسمبلۍ سپيكر دې ?? اظهار رائے آزادي باوري كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي او په دې لړ كښې دې قانون سازی او قوا??د جوړولو لپاره پارلمانی كمیټی جوړه كړي۔ د نهې په ورځ د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر ته ليږلې خپل خط كښې ده ووئيل چینل 24 بنديدو سره ګڼ وګړي بې روزګاره شوي۔ ده ځينې نور مثالونه وركولو سره ووئيل میډیا د جمهوریت څلورمه ستن ګڼلې كيږي۔ د پاكستان په دستور كښې د رايو څرګندونې آزادي او تر اطلاعات رسنه يو بنيادي حق ګڼلے شوے۔ دا دستوری ضمانت د 18م بدلون د لارې نور هم قوي شوے۔ ده ووئيل د اپوزیشن نمائندګۍ كولو سره غوښتنه كوم چې چینل 24 بحال او میر شكیل ر??من راخوشې كوړے شي او د ميډيا نورو چارو حل كولو لپاره دې قانون سازۍ له يوه پارلماني كميټي جوړه كړې شي كومه به چې د دې ټ??لو چارو جاج اخلي ‘ كمیټی به د میډیا نمائندګان?? ګيلې اوريدلو سره اصلاح لپاره تجاویز وركوي په كومه به چې د پارلمان د لارې حكومت څخه عمل درآمد كولے شي