اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزي??اع??م عمران خان وئيلي دي اولس كښې د كرونا وائرس پحقله شعور بېدارولو لپاره رضاكارو ته اړتيا ده٬ په اېس او پيز عملدرآمد كول د ټآئيګر فورس په ذمه وارو كښې شامل دي٬ پاكستان د نور لاك ډاٶن متحمل كېدے نه شي ٬ د كرونا په سوب په ټېكس محاصل كښې 800 اربه روپۍ كمے راغلے٬ د تېرو واكمنو په قرض د سود په مد كښې مو 5 زره اربه روپۍ وركړي٬ بجټ جو??ېږ??٬ خرڅونه به لا كمول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزي??اع??م عمران خان د جمعې په ورځ د كرونا ټائيګر فورس رضاكارو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د ځوانانو چارو لپاره د وزي??اع??م خاص مرستيال عثمان ډار او شهباز ګل هم موجود وٶ۔ وزي??اع??م ووئيل د نړۍ په نورو هېوادنو كښې د دې وبا په سوب زيات ځاني زيان شوے ٬ زه په افسوس سره وايم چې پاكستان كښې هم د تېرو دريو مياشتو په مهال د 1700 نه ت?? 1750 كسان مړه شوي۔ده ووئېل د كرونا مخ نيوي لپاره به مونږ ته د كرونا ټائيګر فورس حاجت رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل پاكستان د نور لاك ډاٶن متحمل كېدے نه شي ٬ د كرونا په سوب په ټېكس محاصل كښې 800 اربه روپۍ كمے راغلے ٬ د تېرو واكمنو په قرض د سود په مد كښې مو 5 زره اربه روپۍ وركړي ۔ده ووئېل بجټ جو??ېږ??٬ خرڅونه به لا كمول وي٬ مونږ له به خپل آمدن زياتول وي او د تعميراتي څانګې او صنعتونو پرانستلو مقصد هم دا دے چې اولس ته روزګار ترلاسه شي