اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د كورونا وائرس مخ ني??ي له په پورته كېوونكو ګامونو او د دغې په نتيجو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د نورو هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد صورتحال څه قدرې ښه دے۔ د كورونا مخنيوي اقدامات به روان ساتلې شي۔ د كورونا په ضد د پالېسۍ جوړولو په مهال اولنۍ ترجيح د هېواد بې وزله او كمزورې طبقه او د دوي ضرورتونه وي۔ د دې خيالاتو څرګندون?? ده د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كورونا وائرس صورتحال او د دې مخنيوي له د پورته كوونكو ګامونو جاج اخستلو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختیار، حماد اظهر، سید شبلی فراز، سید فخر امام، اسد عمر، د تجارت ??لا??كار عبدالرزاق داؤد، د خزانې ??لا??كار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، خاص مرستيالو لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ، ډاكټر ظفر مرزا، ډاكټر معی?? یوسف، چئیرمین این ډی اېم اے او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د نورو هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد صورتحال څه قدرې ښه دے او د دې لوئې سبب زمونږ د حكومت لخوا په وخت اقدامات ٬ مؤثره پالېسي او غوره كوارډينېشن دے۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت بشپړه هڅ?? ده چې زمكيز حقائق تر مخه داسې پالې??ي جوړه كړې شي چې ورسره د كورونا مخ ني??ي او د معاشي هلو ځلو روانو ساتلو لپاره توازن باوري كړې شي۔