اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري د هلو ځلو په سوب ?? يو اے اي واكمنو په هېواد كښې د ايسارو پاكستانيانو د ويزو موده كښې د پراختيا اع??ان كړے ۔ د ذوالفقار بخاري لخوا ?? يو اے اي د بشري وسائلو وزير سره د رابطې نه پس دا لوے پېشرفت رامخې ته شوے۔ د اورسيز وز??ر ت لخوا د جاري بيان له مخې ?? يو اے اي واكمن به د پاكستانو ملازمانو خپله تحفظ كوي، د ملازمتونو نه اخوا كړې شوو ته به په سمدستي توګه تنخاګانې وركولې شي ٬ كوم پاكستانيان چې هلته ايسارېدل غواړي ھغوي ته به قانوني تحفظ وركولې شي او هېواد ته راستنېدونكو پاكستانو ملازمانو ته به ?? يو اے اي كمپنۍ اېئر ټكټ وركوي۔ د وباء په مهال به
پاكستانو ملازمانو ته په ترجيحي بنيادونو و??چو??ل روزګار وركولې شي۔ په دې موقع ?? يو اے اي د بشري حقونو وزير په بشپړه رابطو، په ملګرتيا كولو، يو اے اي څخه د پاكستانيانو ستنېدو لپاره د فلاېټ آپريشن بحالي مثبت اقدام ګرځولو سره د حكومت او ذوالفقار بخاري مننه وكړه۔ دغسې ذوالفقار بخاري هم په دې سخت وخت كښې د پاكستانيانو په خيال ساتلو ?? يو اے اي حكومت مننه وكړه۔