اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت هېواد ته د راتللو په طمعه د څلوېښت زره وطن والو د ستونزو احساس لري، دوي يو??زې نه شو پرېښودې، صوبائي واكمن دې د دوي راوستو لپاره خارجه دفتر او وفاقي حكومت سره معاونت وكړي۔ د جمعې په ??رځ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيو وګړو په ??امه خپل پېغام كښې ده ووئيل په دې سخت وخت كښې تاسو ته مخاطب يم٬ کووډ – 19 په صورت كښې ناڅاپي آفت نه يو??زې پاكستان بلكې ګرده نړۍ كښې خپور شوے ٬ د دويم لوي جنګ نه پس نړۍ دومره لوي چېلنج نه ٶ ليدلي كوم سره چې نن مخ ده ځكه چې نړۍ كښې د دې وباء له امله د 88 زره نه زيات كسان مړه شوي او د 14 لكه نه زيات ځپلې شوي او وبا لا په زياتېدو ده۔ ده ووئيل لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده د وزيراعظم ع??ران خان په ??ارښونه كښې قام ټول وسائل كارولو سره د وباء مخنيوي لپاره هڅې كوي٬ انفرادي، اجتماعي، صوبائي او په ??امي كچې د دې وباء مخه نيوي له هلې ځلې روانې دي۔ ده ووئيل په دې جنګ كښې زمونږ ډاكټران او طبي عمله او طب سره تعلق لرونكي كسان ھغه وړومبۍ ډله ده د چا هلې ځلې او قربانۍ چې نظر انداز كېدې نه شي ، زه دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئېل تاسو ته معلومه ده چې د كرونا وائرس د خپرېدو لاره نيولو لپاره په 21 مارچ د مجبورۍ په سبب د پاكستان فضائي حدود هر ډول فضائي تګ راتګ لپاره بند كړې شوې چې په ??تيجه كښې ئې يو شمېر وطن وال په دبئۍ، دوحه، استنبول، تاشقند، بينکاك او د کوالالمپور په ??وائي مېدانونو محصور شوي٬ د ټولو نه زيات تشويش مونږ د ھغه وروڼو لرٶ كوم چې په خليجي هېوادونو كښې دي۔ ده ووئيل حكومت د محصورو كسانو د ستونزو احساس لري او د دې مسئلې حل لپاره وزيراعظم ع??ران زما په ??شرۍ كښئ كمېټي جوړه كړې او د كمېټۍ د هلو ځلو په سوب الحمد الله شپاړس سووه وګړي پاكستان ته بېرته راغلي خو اوس هم نزدې 40 زره وګړي هېواد ته راتللو ته سترګې په ??ار دي ۔ ده ووئيل د غېر معمولي حالاتو مخنيوي لپاره مونږ ټولو سفارت خانو ته امر كړ چې ګرده نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانې او قونصلګرۍ په بيړنۍ توګه د محصورو پاكستانيانو هر ډول ممكنه مرسته او معاونت لپاره هڅې وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان په ??عيشت كښې مهم كردار لوبوٶنكي او د قامي پرمختګ مهمه برخه لرونكي پاكستانيان پ?? دې سخت وخت كښې يو??زې نشو پرېښودې٬ دا زمونږ فرض دي او د د ھغوي په ??ونږ حق هم دے چې د اړي ګړي په ??ضعه كښې هغوي بېرته راورسوٶ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د بده مرغه د صوبائي واكمنو د مرستې نشتوالي په سوب تر اوسه په دې منصوبه عمل نه دې شوې او په ??خت راستنولو په ??ار كښې ستونزې رامخې ته شوي۔ ده ووېيل صوبائي حكومتونه چې كومو ناوړه حالاتو سره مخ دي د ھغې نه هم خبر يو ولې بيا به هم سمندر پورې پاكستانيان پ?? دې سخت وخت كښې تنها نه پرېدو۔ ده ووئېل زه صوبائي واكمنو ته غږ كوم چې په ??راخه قامي ګټ??، وطن ته د راستنولو په عمل كښې د خارجه دفتر او حكومت معاونت وكړۍ او د هر شخصي او سياسي توپېر نه پرته قامي فريضه ترسره كولو لپاره يو موټې شۍ۔