اسلام آباد 04 نومبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وزا??ت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام كښې د کابینه ډویژن لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 15 اربه 99 کروړ 45 لکھ 95 زره روپۍ فنډز جاری کړې شوي۔ حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارو??و لپاره د روان مالی كال لپاره 39 اربه 98 کروړه 64 لکھ روپۍ فنډز بيل كړې دې۔ د پلاننګ کمېشن د اړخه جاری كړې شوي شميرې له مخې حکو??ت پينډۍ كښې په 200 كټونو مشتمل ګائنا کالوجی سنټر جوړولو لپاره يو ارب 26 کروړه 33 لکھ، کراچۍ كښې د ګرین لائن بس ریپډ ټرانزټ سسټم لپاره 2 اربه ، کراچۍ كښې د فلائی اوورز جوړولو لپاره 89 کروړه 32 لکھ، کراچۍ پیکیج ترمخه منګھو پیر سړك جوړولو لپاره يو ارب 6 کروړه 41 لکھ، کراچۍ پیکیج ترمخه اېم س?? فائر فائټنګ اپ ګریډیشن او بحالۍ لپاره 85کروړه 50 لکھ، د كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره 8 ارب 80 کروړه روپو څخه زيات فنډز جاری کړې دې۔