اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د غ??يبو كورنيو ځوانانو له به مخ په وړاندې د تللو موقعې وركولې شي٬د احساس انډر ګريجوېټ سكالرشپ پر??ګرام له مخې به هر كال 50 زره زده كوونكو ته تعليمي وظيفې وركولې شي٬په پر??ګرام كښې دوه فيصده كوټه د خاصو كسانو لپاره بېلول خوشبينه ده٬ 50 فيصده به د مېرمنو لپاره هم سكالرشپ وركولې شي٬غريبو كورنيو له د صحت انصاف كارډ وركول هم د دې پر??ګرام يوه برخه ده٬دا د غ??يبې طبقې ښېګړې لپاره يو ښه پر??ګرام دے٬د لنګر پرانستلو پر??كړه سخت وخت لپاره شوې دغسې چې په رياست كښې څوك نهر اوده نه شي٬دا پر??ګرام به په ټول هېواد كښې معرفي كولې شي٬د غ??يبو كورنيو لپاره به د راشن پر??ګرام هم معرفي كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د احساس انډر ګريجوېټ سكالرشپ پر??ګرام پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د اطلاعات لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د وزيراعظم خاص مرستيال ظفر مرزا هم په دې موقع موجود وو۔وزيراعظم عمران خان د دې پر??ګرام په پېل كولو ډاكټر ثانيه نشتر له مباركي وركړه۔ده ووئيل وګړو ته اندازه نشته چې دا پر??ګرام به په ټولنه كښې څومره بدلون راولي٬نمل پوهنتون ما په ميانوالي كښې ځكه جوړ كړې چې هلته د ټاكنو كمپائن په مهال ما اوكتل چې ځوانان د بې روزګارۍ له امله په نشه اي توكو او جرمونو كښې ككړ دي٬ځوانانو ته كه ښه تعليم ترلاسه نه شي او موقعې نه وي نو هغوي سره د جرمونو نه علاوه كومه بله لار نه وي۔ ده ووئېل ځكه ما د ځوانانو لپاره د پر??كټيكل كالج جوړولو سوچ وكړو٬د دې نه پس زما سوچ نور هم مخ په وړاندې لاړ او ما ووې بايد دلته پوهنتون او نالج سټي ولې نه وي۔ده ووئيل مونږ زده كوونكو له د وظيفو وركولو سلسله پیل كړې او داسې مضامين مو معرفي كړې چې ورسره هغوي ته نوكرۍ ترلاسه شي او د غ??يبو كورنيو ځوانانو ته هم موقعې په لاس ورشي۔ده ووئيل 8 لكه ماشومان انګلش مېډيم كښې داخل دي او درې كروړه په اردو مېډيم او پنځوس لكه ماشومان په مدرسو كښې دي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې په هېواد كښې د مختلف نظام تعليم په وجه ناانصافي زياته شوې۔ ده ووئېل د نړۍ كومه هم ټولنه كښې په ماشومانو داسې ظلم نه كېږي٬په پر??ختللي هېوادونو كښې په سركاري سكولونو كښې ښه تعليم وركړی كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل كوم پر??ګرام چې نن پېل كېږي د دې ترمخه به هر كال 50 زره زده كوونكو له سكالرشپ يا وظيفې وركولې شي۔ده ووئيل 50 فيصده مېرمنو له به هم سكالرشپ وركولې شي٬دا يو مهم پر??ګرام دے بايد دا ډېره موده وړاندې پیل شوې ؤ۔ده ووئيل يوه لوستې مېرمن د ټولې كورنۍ ژوند بدلولې شي۔ده ووئيل كه زما مور نه وې نو زه دومره كاميابېدې نه شوم۔وزيراعظم ووئيل د احساس پر??ګرام په شا د مدينې رياست سوچ دے۔يو نظام هغه دے چې پكښې يوه طبقه ټول مراعات اخلي او د هغې په مقابل كښې د مدينې رياست دوهم ماډل دے چې پكښې رياست د خپلو وګړو ذمه واري اخلي او عامو وګړو ته هم موقعې ترلاسه كېږي۔ده ووئيل غريبو كورنيو ته د صحت انصاف كارډ جاري كول هم د دې پر??ګرام يوه برخه ده٬دا د غ??يبې طبقې ښېګړې لپاره يو ښه پر??ګرام دے۔ ده ووئيل د لنګر پرانستلو پر??كړه سخت وخت لپاره شوې دغسې چې په هېواد ګښې څوك هم نهر اوده نه شي۔دا پر??ګرام به په ټول هېواد كښې معرفي كولې شي۔د غ??يبو كورنيو لپاره د راشن پر??ګرام هم معرفي كېږي او په دې كښې به د خوراك څښاك څه سامان غريبو كورنيو ته رسولې شي۔وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې چې كوم پر??ګرامونه پېل شوي د هغې ميوې په حقيقي معنو كښې مستحقې طبقې ته نه دې رسېدلې٬مونږ چې كوم پر??ګرام راوړو هغه په ډېر محنت جوړوو ۔د پاكستان په تاريخ كښې چرې هم داسې پر??ګرامونه نه دې پیل شوي چې ورسره عامو وګړو ته موقعې ترلاسه شي۔د دې څخه وړاندې چيئرپرسن ډاكټر ثانيه مېشتر هم دستورې ته خطاب وكړو۔دې ووئيل نن د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې سكالرشپس پر??ګرام پېل كېږي٬پخوانو حكومتونو كښې پي اېچ ډي او پوسټ ګريجوېټس سكالرشپونو ته پام لرنه شوې ده ٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل انډرګريجوېټ سكالرشپ پر??ګرام پېل كېږي۔دې ووئيل د پر??ګرام مقصد د غ??يبو زده كوونكو مالي مرسته او هغوي په خپلو پښو اودرول دي٬د غ??يبۍ ختمولو لپاره انډرګريجويټ سكيم مرستياله ثابتېدې شي